IQNA

په قران کریم کې دسولې  په اړه ترټولو اساسی آیت

11:28 - August 26, 2025
د خبر لمبر: 3491600
ایکنا - د انفال سورې د ۶۱ او ۶۲ آیتونو د مضامینو پر اساس، د سولې  منل یو مفروضي امر دی او ناسم  ګمانونه د سولې  د منلو مخه نه نیسي.

ټولنپوه او د دین کارپوه، حجت‌الاسلام علیرضا قبادی، د قران کریم په چوکاټ کې د صلحې د ځائيګي  د څیړنې په اړه یو لړ یاددښتونه لیکلي او ایکنانیوز  ته ئې وړاندې کړي دي چې بشپړ متن ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي

په لومړي گفتار کې په لنډه توګه د سولې  اهمیت په ټولنیزو اړیکو او ژوند کې بیان شوی دی. په دویم گفتار کې د صلح تعریف او په قران کریم کې د هغه مترادف مفاهیم وڅیړل شول او په دې گفتار کې د سولې په اړه تر ټولو اساسی آیتونو، یعنې د انفال سورې ۶۱ او ۶۲ آیاتونو ته اشاره شوې ده.

په تېر گفتار کې ویل شوي وو چې په قران کریم کې د "سلم" (س.ل-م ) ماده د سولې مترادف ده. په قران کریم کې د دې مادې وزنونه لکه "سِلم" او "سَلم" (د سین په کسر او فتح سره او د لام په سکون سره) د سوله ایز  او سولې په معنا کارول شوي دي. البته، د "سلم" مادې نور  وزنونه په نورو معناوو هم کارول شوي چې د دې گفتار له موضوع څخه بهر دي.

د هغو آیتونو له جملې څخه چې د "سلم" ماده پکې د صلحې په معنا کارول شوې، د انفال سورې ۶۱ ایت دی. شاید دا ایت د صلحې په اړه تر ټولو اساسی آیتونو  څخه وي؛ ځکه چې هم د آیتونو سیاق د جګړې او صلحې، جنګي تړونونو، د تړون ماتولو او ورته موضوعګانو په اړه دی او هم په صلحې مصطلح باندې په صراحت سره اشاره لري. په ۶۱ ایت کې راغلي: «وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ»؛ یعنې: «او که دښمنان د سولې او سوله ایز ژوند په لور ګروهنه وښودله ، نو ته هم د صلحې په لور ګروهمن شه او خپل کار خدای ته وسپاره، بېشکه هغه اورېدونکی او پوه دی.»

وروسته ایت (۶۲) ځینې اندېښنې او تشویشونه، چې د صلحې د نه منلو دلیل کېږي، رد وي او فرمائي: «وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ»؛   «او که دښمنان غواړي چې تاته  دوکه درکړي، نو بېشکه خدای ستا لپاره کافي دی، هغه  هغه ذات دی چې ته  ئې د خپلې مرستې او مؤمنانو په ملاتړ سره قدرتمند  او بریالی کړی ئې.»

دا آیتونه د رسول اکرم (ص) په خطاب کې په واضح ډول وائي: که دښمن د صلحې او سوله ایز ژوند لارې په لور  ګروهنه وښودله، نو ته هم ورته ګروهمن شه او پر خدای توکل وکړه، له دې مه وېرېږه چې ښائي پټې معاملې وي او تا غافلگیر کړي او ته د چمتوالي د نشتوالي له امله مقاومت ونه کړای شې. هیڅ  شی به  خدای غافلگیر نه کړي او هیڅ نقشه به  ئې عاجز نه کړي، بلکې هغه به تا سره مرسته وکړي او کفایت به درته وکړي.

لکه څنګه چې په ۶۱ او ۶۲ آیتونو کې په صراحت سره ویل شوي، د صلحې منل یو مفروضي امر دی او ناسم  ګمانونه د صلحې د منلو مانع نه کېږي. د آیتونو سیاق ښئي چې په دې مصداق کې د صلحې تمایل د هغو کسانو په اړه دی چې تړون ئې هم مات کړی دی؛ د تړون له ماتولوسره سره ، ۶۱ ایت وائي که دښمن د صلحې په لور ګروهنه وښودله، نو ته هم د صلحې په لور ګروهمن شه. د دې ایت دغور وړ ټکی   یو دا دی چې د یو فعل («جنح»/تمایل یا خضوع) کارول د دښمن د ګروهنې  او د رسول اکرم (ص) دګروهنې لپاره یو شان کارول شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4301513

captcha